د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
اینجینیر نصیراحمد

شبنم

 


دشبنم يوه قطره واي       -  دسره گل غيږکي بيده واي


نه مي پلارنه مې نيکه واي-  شيرين ژونديوه لمحه واي


دسپرلې پر پله راغلۍ   -     دغوټيو وديدن ته


درسته شپه مي تيره کړي-   داغزيو ولمن ته


دنسیم سره ملګري   -    دغنچووشګفتن ته


د ګلزارپه تماشه واي-   دشبنم يوه قطره واي


              دجانان غيږکي بيده واي


یوه اوښکه دخوښي واي  - دباڼوڅه اويزانه


ټول مزل مې يورباط وايي- درخساره تر ګرېوانه


په ژړاکي هم مسکا وايي - دحساس زړه له ارمانه


د جهان په تماشه وايي  -  دشبنم يوه قطره وايي


                  دجانان غيږکي بيده واي


هم ځواني واي هم جمال واي- په هجران کي لاوصال واي


شهلا سترګي مي کتلاي  - دنرګيس دزني خال واي


يونغمه دسوی زړه واي  - دبلبل رنګه خوشحال واي


داژوندون یو انديشه واي-دشبنم يوه قطره واي


               دجانان غيږکي ويده واې


یادسرولبو پياله وايي  - درازونوخزانه واي


دحساس عقل په طمعه-له جنونه مستانه واي


دساقي لاس کي خندانه-دشرابوپيمانه واي


دعيشونو زمانه وايي - دشبنم ېوه قطره واي


          دسره گل غيږکي بيده واي



 

د شاعر نور شعرونه ←