افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1605 شاعران10593 شعرونه
زما ګران کندهارته
په دوبي ژمي کي رحمت پرې دباراردی
وای الله څه ښکلي ښاردکندهاردی
ښکلي یې تاریخ ښکلي یې ځایونه
ښه مېړني یې اولسونه
پرهره برخه یې تاریخ یویادوګاردی
وای الله څه ښکلي ښاردکندهاردی
ښکلی یی ځوانان ښکلي زاړه دي
ټوله دیوه هدف کوربه دي
خپل پاک هدف ته به رسیږي دایی واردی
وای الله څه ښکلي ښاردکندهاردی
که یې مېرمني که پیغلاني
ټوله دسترتاریخ بی بیاني
هریوبچي یې ددوښمن دسترګوخار دی
وای الله څه ښکلي ښاردکندهاردی
هم دعزت هم دسیاست لپاره
هم دفرهنګ هم دملت لپاره
یوه جرګه ده یویې ویاړ دی
وای الله څه ښکلي ښار کندهار دي
دلته نن ژوند دهرافغان دی
دغه دټولو لوی ارمان دی
چي دارغند پرمسته غېږه شالماردی
وای الله څه ښکلي ښاردکندهاردی
خدایه همیش یی ګلورین کې
دغه په ټولو کي خوشبین کې
چی سي څرګند دټولو یار دی
وای الله څه ښکلي ښاردکندهاردی