افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1605 شاعران10593 شعرونه
حجازی نغمی
تیری حجازی نغمی چی بیا زموږ په کلی شوی
راغلو خدایګو نن مو پر محراب د توربلال آواز
لوټ چی تری مغلو په خیبر کی قافله کړله
نه را ځی له خا ورو ورته نن مو دخوشحال آواز
نن به شهزادګۍ دخول غمی ته په خندا وایی
پورته به بیا نشی له مړ ستونی د ابد ا ل آواز
چا زموږ د کلی له شپونکی نه شپیلئ ما ته کړه
دا تپوس به نکړی راته وایی د بنګا ل آواز
بیا می له طواف د تورو زلفو چی انکار وکړو
سا ندی راته وایی په رمزو کی د مهال آ واز
دا ډول مات لوښی د کلا ل په کورکی ډیر شته دي
نه خیژی حا مده ترینه نن مو د جلا ل آ واز