افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1605 شاعران10593 شعرونه
غزل
دا چي پر روح مي زلزلــــــه راغله
دزړه خبره مي پر خــــــــوله راغله
د وینو پور لري حساب نلــــــــري
داســی بــــــــي پیره زمانه راغله
په غره کي کاڼو و یو بــــل ته ویل:
زموږ ســـــــیالۍ ته ایینه راغــــله
چي نور دژوند له خــــونده ووتې نو!
ایله دي شونډو ته توبــــــــه راغله
چي یوه ورور د بل مرۍ غوڅــه کړه
زما پر سترګو توره شــــــپه راغله
ای! ما په خپـــــلو سترګو و لیدله
زما په ژوند، زمـــــــــا جنازه راغله
دا خلګ نه اوري دغــــره په څیر دي
ماته مي بیرته زمــــــــا نعره راغله
دا به می خیال وي او که خوب جانانه!
چــي حلمیــــــار ته دي تحفه راغله