د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
مصطفی آرین

يوه شعري ټوټه

 تیارې چې راشي خو د شپـې راځـي
 دې چې مخ پټ کړي پلوشې راځي
 نن د خیالو مې حالت بل شـانې دی
 غــوږ ته مې څــه نوي نغـمې راځـي
 غــمه ! د زړه په لار مې ورو ږده قـدم
 ځکه خــو یار مـــې په هـمدې راځي

د شاعر نور شعرونه ←