د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران8588 شعرونه
میرویس پوپل

غزل

خدای دي نه کوي بدرنګه چي دا کلی به بیا وران وي
دوه مین به سره ورک وي ، دوه مین به قاتلان وي


یا به هلته یو څوک ژاړي ، یا به دلته توره شپه وي
یا به هلته چنار سوځي ، یا به دلته فرنګیان وي


اوس ددغه وطن خلګ دغه دوه له خدایه غواړي
یو یې خپل جانان وطن وي ، یو یې ځان سره جانان وي


کاش چي امن وای زړګیه ، کاش دا خلګ متحد وای
دلته یو دی ، دلته بل دی ، دلته هر یو د وخت خان وي


کله غم کړي کله یاد کړي کله داسي غزل لیکي
یو میرویس وي بل پوپل وي تل و یو بل ته حیران وي

د شاعر نور شعرونه ←