د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

466 شاعران6017 شعرونه
مینه انتظار

سوله

څڼورو زلمو راسی سوله راوړی

څڼورو زلمو ستړي یو له جنګه


چي اور بند سي سوله وسي امن جوړ سي


پر ګودر به وي د شنو بنګړیو شړنګه








ته پوهېږې چي ته راسې سوله راوړې


زما ګل جانان به خلاص سي له قیدونو


بیا به نه وړمه اغزي په ماتو پښو کي


زړه مي تور دی د باګرام له دېوالونو





په کلو به انتظار دیدار ته نکړو


ګلالي زلمي چي راسي تر کورونو


ځنځیرونه به ناباب جرم به مړ وي


دراوزې به سي را قلف د محبسونه





څڼور لالیه دغه مي ارمان دی


چي لاس سره بنارسۍ مي پر اوږو وي


چي د نوي ژوندانه خوب مي رښتیا سي


چي میده میده اواز د زمزمو وي





چي لونګۍ سي په قیمت تابوت لیلام سي


په دا هیله مي کلونه ژوندون تېر کړ


ګوندي ږغ د ناببره مرګی نه وي


ما په دغه امید تللی لالی هېر کړ





بیا به نه وړمه ډېوې تر زیارتونو


د لیلا یاد به مي هم مورکۍ ازاد کړي


طالب جانه که له سولي سره راغلې


د مورکۍ د زړه دعا به دي اباد کړي





که ته زاغلې او د سولي وزر خپور سو


دغه تور تور ماښامونه به سبا سي


درنه جار به کړم یوه کندهارۍ غاړه


خو که دا د ناویتوب خوب مي رښتیا





څڼور لالیه داسی خوب مي ولید


شاپېرۍ راکښته سوي وي له غرونو


ملایکي وي د مځکي پر سر باندي


انسانان وي د اسمان پر کنارونو





مرور لالیه دغه وعده راکړه


چي راځي مګر قلم به درسره وي


ټوپک مات کړه او شپېلۍ کړه ترېنه جوړه


دا وعده وکړه صنم به درسره وي





موږ په یوه نامه بندي په بل کړه کېږو


څوک شهید سي په ناحقه توهمتونو


زه به نه مرم! زه به ولي نه مړه کېږم


لوبي وسولې په ډېرو عزتون





چي اور بند وي د بارودو لوګي نه وي


تر وخت تېر وي د ململو بنډلونو


بیا به پوه سمه چي سوله ده اور بند دی


چي ستن ماته سي د څرخ پر برغونو





ته خبر یې ته پوهېږې طالب جانه؟


چي زه څومره یم حالاتو زورولې!


د ژوندون له خوشحالیو یم محرومه


دومره ډېره یم غمونو کړولې





بس یو دغه خوشحالي خو را پېرزو که


ته پخلا سه ته له سولي سره راسه


د مرګونو لمن ټوله له وطن که


دردېدلو پښتنو ته مسحا سه

د شاعر نور شعرونه ←