افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
466 شاعران6017 شعرونه
رنځ
زمـونږ رنــځ دی مـسـلـسـل
کور په کور کې اور دی بـل
لـوی دلــیــل یـې جهالت دی
چې د جنگ په لار ږدو پـل
کوم ایمان دی کوم غــیــرت
چـې نـیـواک ســره یـــو مـل
د اغــیــارو پــــه لــمــســون
پــر یـــو بــل کــوو یــرغـل
یــو اخـتـه پــه خــرافــاتــو
کـړو بــې سـوچـه تـل اټکل
د کور ستونزه وړواغیار ته
له اغـیـار یـې غـواړو حـــل
زه نـــصـــرت وایــم مــتــل
ژونـد بــه نــه شي هیڅ بـدل
چـې نــه زیـار وي نــه تکل
هــر څـه پـریږدو پـه تـوکـل
۰۷.۰۴.۲۰۲۰
وایله
دنمارک