د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

466 شاعران6017 شعرونه
زلمی نصرت

بدله قبله

دنمارک


 


چـې د بـل په خوښه راشې او پـیـشـوا شې
د خـپـل اصـل نــه بــه خـامـاخـا جـدا شې


نـه بـه گـل نـه بــه بلبل پاتي شـې بـڼ کې
که اغـیـار دې د مـالـیـار پـه جامه را شې


د بــل چــا د زړه پــروا بــه کـلـه وکــړي
چې څوک خپلي رسوایـې ته بې پروا شې


چې نــه شـرم نـه حـیـا پـیـژنـې ژونـد کې
داسي خـلـک دنـیـا دار پـــه دې دنـیـا شې


کـلـه مـیـنـه او محبت وې هـغـه کـور کې
چې یو ورور و بل ورور ته سره بلا شې


چـا لـیـدلـی پـه خـره کـوږ بـار تـر منزله
پـه خـره کوږ بار نیمه لاره کې خطا شې


د ارمــان ونـــه بــه هـلـه شې سـمـسـوره
چې ارمـان دې پـه رښـتـیـا سـره بـنـا شې


کـه قـبـلـه مــو عـوض نــه شې ای نصرته
دغـه حـال بـه مـو تـر مـرگـه مــدعــا شې


۱۲.۰۵.۲۰۲۰  ـ  دنمارک

د شاعر نور شعرونه ←