د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1605 شاعران10593 شعرونه
احمدجان نوزادي

لار

دلته تندی تندی، څپی ډیر ی تیری سوی دی
ما باندی د ظلم کیسی ډیری لیکل سوی دی
دا نیمه پیړی ده زما بچی د یو بل پښی ریبی
ډار یی زما په زړه کی دی دا کله هیری سوی دی
وران یمه ویجاړ یمه، زخمی زخمی بدن یم
زه د احمد خان او میرویس خان نیکه وطن یم

زما په هره پاڼه کی کیسی د غیرتونو سته
زما په هر یو کور کی افسانی د تاریخونو سته
ډیرو قدرتونو زما ارمان و ګورته وړی دی
زما په هر یو باب کی کارنامی زما د تور زنو سته
زه افغانستان ومه نړی ښه پیژندلی وم
زه د تاریخو د ازموینی نه وتلی وم

سترګی راکی ښخی کړی څو توره می را ماته کړی
نوم د نازو وسوځي جونګړه می میراته کړی
دلته یی نقاق و کاره خپلو کی اخته کړو موږ
څو و خپل هدف ته د ورتګ لاره اباده کړی
وران یی کړم، ویجاړ یی کړمه ډیر ډیر سر ګردان یمه
بس نیمه پیړی ده مخ په ځوړ باندی روان یمه

وخت ددی راغلی دی چی بیا سره یو ځای سو موږ
لیری تربګنی کړو او پخپلو کی پخلا سو موږ
لاره د نیکونو او پلرونو مو را خپله کړو
لاس د اتحاد ورکړو دښمن ته په سلا سو موږ
بیا افغانستان نړۍ کی سیال کړو چی سیالی وکړی
بس د نوزادی قلم کتاب سره مستی وکړی

د شاعر نور شعرونه ←