افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
466 شاعران6017 شعرونه
اوچت غر
پـاڅـیـدلـی لــوی ټـــبــر دی
هـم په لـر دی هـم په بر دی
پـه ویـشـتـلـو نه غـورځیږي
جـوړ لـه کـاڼـو یې ټـټـر دی
نـړۍ ټـولـه کـه یـو لاس شي
نــه نــړیــږي اوچت غـر دی
یو که وژني سل به پاڅي
دا د سـتـر ټـــبـــر هـنـر دی
د وزیــر۱ څـراغ مــړ نــه دی
تـل روښـانـه لـکـه لـمـر دی
یادونه:
(۱) وزیر نه هدف وزیر محمدگل خان مومند دی
ـ دنمارک