افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
466 شاعران6017 شعرونه
غزل
چي نارې وهي مرغان زما پر قبر
بيا دي نه ژاړي جانان زما پر قبر
بلبلان چي پرې د غم سندري وايي
څه حاجت دی د خفګان زما پر قبر
په ژوندون يې زما هيڅ قدر و نه کړ
اوس ولاړ دی حق حيران زما پر قبر
جنازه مي د بې دردو پر اوږو وه
شاوخوا ولاړ دوستان زما پر قبر