د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

466 شاعران6017 شعرونه
مینه انتظار

غزل

نه حوصله پاته ده نه د کار کیسې خوند کوي
راځه ملنګه شپې پر دښت او هدیرې خوند کوي

تاته په ځېر کتل او مړ دود د ډېوې خوند کوي
ته راڅه تلل تا پسي تلل تر دروازې خوند کوي

هلته سجدې هلته لبیک لبیک نارې خوند کوي
شپې د کعبې او مازدیګر د مدینې خوند کوي

ما دي وعدو ته تکي توري څڼي سپيني کړلې
ستا په وعدو مَیَنه ستا تشې وعدې خوند کوي

زه لا اوس هم د چا د میني په ټالونو زانګم
لا هم د چا د انتظار سختي شېبې خوند کوي

د شاعر نور شعرونه ←