پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
نیمګړی آرمانونه
کال ۱۳۷۷پیښاور
څوک د نیمـــــــــګړی ارمانو ســره ځي
څوک د دردونو طــــــــــوفانو سره ځي
څوک وی بی باکه له حســــاب و کتاب
څوک د ګنـــاه، له سیــــــلابو ســـره ځي
څوک بی احســـاسه بی نشـــانه شی مړ
څوک د احســــــــاس د غلبلو سره ځي
څوک تیروی، په بیدردی خپل عمــــــر
څوک د دردونو، طـــــــوفانو ســره ځي
تل په دنیـــــــــــا کي ، بیدردان پاتی وي
احســـــاس خاوند، عالی فکرو سره ځي
څوک بی خــبره ،له رموزه د عـــــــــشق
څوک یي په شړنګ ، د زولنو ســــره ځي
څوک وي خوشحاله ، په دوام کي د عمر
څوک د دنیا نه ، د تو بــــــــــو سره ځی
چا ته یو ګوټ هم، د طـــــــــالع نه رسی
څو ک ارمــــانونو ، ډک جامو سره ځي
چا سره نه وي ، د بشــــــــــر درد و غم
څوک یي په غم کي ، اندیښنو سره ځي
څوک نه لری، په خپل خاطر کي ملال
څوک یو دفتر، د خــــــــــاطرو سره ځي
چا ســــــــره نه وي ، په زړګي داغـــونه
څـــوک د زخمي زړونو، داغــو سره ځي
چا سره نه وي ، پّه سترګــــــــــو کي نم
څوک یي د اوښـــــــــکو دریابو سره ځي
تل وي غمجن ، دا غمــــــخواران د بـــشر
چی له دنیا نه ، ارمــــــــــــانو ســـره ځي