پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
جادو
د هدیری هغو پنځو قبرونو
تورو جامو سره سمون خوړلو
د تورې شپی لحد کې ټولو مړو
زما او ستا پشانتې سا اخسته
د کائناتو سترګې ورپېدی
وریځو تندر له پناه ورکړله
وخت په وجود کې تسلسل لرلو
خو دی شېبی پکې بدلون راوستو
ما چې د تېرو څو کلونو راسې
څومره بی مخه ګناهونه لرل
هغه مې سترګو نه چاپېره کېښوه
بیا مې یو څو شېبو له سا بنده کړه
په مسامونو کې مې هور بلېدو
یوه بی مخه بی وجوده ښځه
د یو لحد ځینې راووتله
زما بی مخه ګناهونو له یې
زما څرمنې نه کفن جوړ کړلو
زه یې هډوکو پورې وشمارلم
بیا یې پنځو باندې تقسیم کړلمه
او بیا لحد ته بیرته ننوته
ځان نه چاپېره مې چې وکتل نو
زه د جادو په دائره کې ومه
زما په ژبه هر یو څیز پوهېدو
خو زه له خپله ځانه ووېرېدم
او هدیرې نه مې رامنډه کړله
اوس رانه هېر دي څو کلونه وشول
خو چې سهار مې حجامت کولو
نو په دېوال مې آئینه ماته شوه