پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
خوښ
زه پـــه فقر کي راضي يـــــم، تــــر هر چا خوښ
فقر ګنج دی زه پـــــه دې ګنج و غنــــــــا خوښ
د فنــــــــا په تحفه ژوند د ابــــد مومـــــــــــــــــــم
زه تـــر نېست وجود، په هست يم د بقــډ خوښ
په څپو، موجو مستي کــــــــړم دا مي ژوند دی
زه مـــــاهی په اوبو پايم، په دريــــــــــــــا خوښ
درد د ژوند سوز و ګــــــــُداز دی شِکوه نه کړم !
زه پـــــــه دې سوز و ګُــــــــداز کي تر دوا خوښ
چي درمـــــــان له خوار طبيبه پـــــــــــوره نه دی
نن تر نبض، نُسخې په دَم د مسيحــــــــا خوښ
مـــــــــــــا تعلُق و حجاب پرې کړ د اغيـــــــــارو
نن په يو محبوب تر غېر و مـــــــــــــــاسوا خوښ
چي پر ښار و مَلْک قبضه د دېـــــــــــو و دد سوه
نن خلوت زما امــــــــــــــــــــــــان ، په اِنزوا خوښ
له کتاب، مکتب، تعليمه حُصُول نـــــــــه سوه !
اوس تر هر مُعـــلِم، مــــــُلا يم، په عطـــــــډ خوښ
يو کــــــــــلام چي زړونه ونيسي، تسخير کــړي
زه دحــــق په هسي چېغه او وينــــــــــــــــــا خوښ
دهر نېست، فـــــــــاني په مينه خلک ســـــــوځي
زه مـــــرغه د لامکان، په لــــــــــــــــوړ اروا خوښ
په دې دور دمـــــــانـــــــا څښتن کېميـــــــــــــا دي
دلته هـــــــر يو په شېــــــــــــــخۍ او په عَبـا خوښ
کـــوڼ بعيد يې لـــــــــه لـــــــذته بې بهـــــــــــره دی
زه له هـر سُرود قريـب يم، په صـــــــــــــــــــــــدا خوښ
نازولـــــــــی که وفـــــــــــا غواړي بې نــــــــــــــــياز دی
زه نيــــــــــازمن د يار په ظُلم، په جفـــــــــــــــــا خوښ
دعشق کـــــــــور کي دا جفــاکټ مټ وفــــــــــــــــــا ده
ما اختياروهُـــــــوډ سپارلی، په رضـــــــــــــــــــا خوښ
چي هر څه را څخه نېست، په دلبـــــــــــر هست کړي
نـــــن په هسي رنګ ساقي،مـــی و مينـــــــــــا خوښ
که څوک دا، هغه او نور راتـــــــــه پېشکش کـــــــړي
زه هــــــــــــارون په يو نظــــــــــــر يم د اشنــــــــا خوښ