افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
466 شاعران6017 شعرونه
غزل
چي زړګی مي سي رنځور، جانان به راسي
چي زخمونه سي ناسور، جانان به راسي
اوس لا ښه دی د سکروټو يو نغری دی
چي کوګل مي سي تنور، جانان به راسي
پر ما نه دی، پر خپل ځان باندي مين دی
که له خپل زړه سي مجبور، جانان به راسي
زه د بل په نامه سوم، هغه را نغی
چي ډولۍ مي وړي تربور، جانان به راسي
بېلتانه که يې غرور وو ارام کړی
«میني!» ستا هغه مغرور جانان به راسي