افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
466 شاعران6017 شعرونه
پوهنتون
سوزیدلی په اورو د جدایي یم !
ربه ستری زه له داسی زندگي یم!
کال پوره شو خو زه نشومه داکتره !
خدایه ولی پیدا کری دي انجلي !
نجوني لوست کړي په ټولو هیوادو کي !
زه تری منعه په کوم جرم افغاني یم!
داخله اوژده لکچر پسي خفه یم !
فارمکو او جراحي ته په سلگي یم!
پوهنتونه ته می بل رقم یادیژی!
ټوالگولو پسي روغه لیوني یم !