د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

466 شاعران6017 شعرونه
د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه

غزل

یو سړی دی جې نعرې د وصال اوري
په یمن کې هم اذان د بلال اوري
شاعران دې بلبلان دي ګل وجوده
جمال ویني جمال واي جمال اوري
د ګړۍ ستن يې له ځانه سازه کړې
د شیبې مسته سندره په حال اوري
ستا جامې ستا د نامې په قافیه دي
زړه رنګونه هم د غږ په مثال اوري
مینه میاشتې ته قمر او سپوږمۍ واي
حسن دولس فریبونه د کال اوري
له سهاره ورته غوږ وي څوک سعوده
چې ماښام شي نو په زنه يې خال اوري
ـــــــــــــــــــــــــــــــ

د شاعر نور شعرونه ←