د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

466 شاعران6017 شعرونه
د ښاغلي سید شاه سعود شعرونه

غزل

موس شوه په موسکا يې راته وویل چی راغلمه
راغله او هم دا يې راته وويل چې راغلمه
نه وه او چې نه وه نو زه سم ورسره نشته وم
شته شومه بیګا يې راته وویل چی راغلمه
نن په نارنجي جامو کې ډیره ړنګه بنګه وه
سره شوه له حیا يې راته وویل چې راغلمه
بيا لاړه او بیا يې راته ووی چې بیا نه راځم
بيا راغله او بیا یې راته وویل چی راغلمه
ورو ورو يې بیلتون رابیلولو خو چې وصل شو
بس په یوه سا يې راته وویل چی راغلمه
ډزې وې اتڼې وې سعوده خوشحالیانې وې
تاو شوه په ګډا يې راته وويل چې راغلمه

د شاعر نور شعرونه ←