د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
توریالی اتل

غزل

تورتم وو چه ډیوه یې په ناتار غیږه کې مړه وه
دعلم مور زمونږه د هر ښار غیږه کې مړه وه

منم دوخت واکمنه په ریښتیا تا راژوندی کړه
میله دی مڼې ګل، د میدان ښار غیږه کې مړه وه

بچان یې چوڼیدل بمبار یې څانګه لولپه کړه!
خارو، زمونږ دکلی دچنار غیږه کې مړه وه

په ځمکه به یې وینو دعاشق نامه لیکله
مینه، ګلبشره د طالب یار غیږه کې مړه وه

راټول مې کړل نارنج ډکه لمن قدر یې نه وه
قیصه ده نارنج ګل، دننکرهار غیږه کې مړه وه

دژوند ده ارمانوبیړی یې غرقه وه اتله
د هیلو ناوکۍ مو دسینګار غیږه کې مړه وه
توریالی اتل

د شاعر نور شعرونه ←