افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
مخ به دې معلومه شي هر چا سره هنداره ده
سترګې غړيدلي زمونږ سيمه اوس بيداره ده
ورک شه د جانان په تصور کې زلفې زلفې شه
دلته که راځې نو بس هم دغه يوه لاره ده
ظلم په لمنه کې داغونه څنګه وساتي
خرپ د تورې نه دی خبر وينې سره داره ده
ځان مې که ساتلی ما به داسې ورته نه دانګل
پريږده چې ايره مې کړي لمبه هم دې لپاره ده
راشه پسرلیه د بلبل سندرې هيرې دي
زه هم بې غزله يم هغه هم بې ستاره ده
خلکو يو غرض هرې جذبې سره تړلی دی
ځه ترينه سعوده زندګي دلته بيکاره ده