د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

466 شاعران6017 شعرونه
سيدنجيب الله سادات

غزل: سيدنجيب الله سادات

راليږونکی :سید نجیب الله سادات
د راليږونکي پته :najibsadaat@yahoo.com
نيټه : 26-05-2008
غزل
د دردلمبه به مې له خولې راوځي اور به واخلې
یا سر له اوسه سم قدم زما په لور به واخلی

زمانې څه راته ګواښونه کوې زه پوهیږم
چې ارمانونه به مې ورېبې او لور به واخلې

جانانه! ته چې راته وایی خېردی صبروکړه
که دې د څړیکو نڅا ولیدله تور به واخلې

هغه صورت چی همیشه به تا نوم ګل ورکاوه
که اوس دی ولیده نو هسې سوی سکور به واخلې

زما په شړلو به یو شې ته تر لاسه کړې چې
بس ددې چم د هر وګړي نه پېغور به وا خلې

دا د سادات مینه کې ګوره څوک تاوان نکوي
چې زړه وکړې نو په ځاې یې دزړه کوربه واخلې
سيد نجيب الله سادات

 

د شاعر نور شعرونه ←