افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
د نيکمل ځاځى غزل
غزل
دمطلب يار يی ښه مـــــــــــی وپيــژندی
ډير دوکه مار يی ښـــــه مـــی وپيـژندی
وگوره ستـاله غــــــــــــــمه وســــــوزيدم
دغم انگار يی ښــــــــــــــه می وپيژندی
بيخی دی چـــــــــــــــل دوفا نه زده يـــاره
دير جفاکار يی ښـــــــــــه می وپيــژندی
هيڅ نه پوهيږی د دوستــــی په معــــنی
نورښه هوښياريی ښه می وپيــــــــژندی
دغم په تيغ چی تا زخمی کرو نيکــمل
ظالم خونکار يی ښـه می وپيــــــــژندی
نيکمل ځاځی