د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
د اغلې سميرا کوچۍ شعرونه

غزل - سميرا کوچۍ

       غزل
سميرا کوچۍ

خـــاونده څنــګه ورک شـــــــوۀ د خـــــندا د قــــدم پـلونه
ښــــكاريــــږي پـــــه دې لاره د ژړا د قـــــــدم پـــــــــــلونه

پر دې کوڅه چې راشې سا نــــــــــيولى شــــــانې درومه
اى!  باده چــې وران نـــــه کـــــړې د اشــــــنا د قدم پلونه

ســــتا در تــــه خــــو جانـــــانه تـــنــــها زۀ نــــه يــم راغلې
راغــــــلي وه تــــر تـــــا هـــــــــم د ړنــــــا د قـــــدم پلـــــونه

سپوږمۍ خو يې کړه لاندې رڼو ستورو ستاسو وار دى
کتار تلــــــــلي فضــــــا تــــــه د بـــــلا د قـــــدم پـــــلونـــــه

پــــه دې کــــوڅه کـــې نـــن چې دا د غـــم پلونه پراته دي
پـــــرون ليــــکل کـــيدل پـــــکې د ورا د قـــــدم پلـــونــه

د شپــــو اوږده لاســــونه پــــــر څنګـــــلو به ماتيــــــــږي
پر لپــــو مــــو کــــرلـــــي د ســــــبا د قــــــدم پــــــــلونــــه

 

 

د شاعر نور شعرونه ←