افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
466 شاعران6017 شعرونه
غزل / جلال امرخېل
غزل
شپه ده ، ستا يادونه دي ، ګلونه دي
چا وې چې غمونه دي ؟ ، ګلونه دي
ستا له زلفو پرېوتل ، بې ابه شول
مړاوي زمونږ زړونه ، ګلونه دي
روخ د پسرليو دی زما په واک
لاس کې مې لاسونه دي ، ګلونه دي
رنګ د پېغلتوب دې شو پر شونډو خور
غېږ په غېږ اورونه دي ، ګلونه دي
ستا د خولې خبرې دي ، سندرې دي
ستا د خولې لفظونه دي ، ګلونه دي
دار نه دی ، سور شاخ د ګلغوټيو دی
ځوړند پرې سرونه دي ، ګلونه دي
منځ کې يې توپير جلاله مه کوه
ښکلي بس ګلونه دي ، ګلونه دي
جلال امرخېل