د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
محمدالله آرین احمدزی

یوڅو ښکلې لنډۍ/////محمدالله ارین احمدزی

هیره دې نه وي چې یادې شوې لنډۍ یو چاته راته را لیږلي دي خو زه یې له خپل لوري یو بل چاته ډآلۍ کوم چې تل مې سترګو سترګو ته کیږي، خو د دنیا چارې داسې دي چې سړۍ هیڅ نه شي ویلای.

زه کلیواله پښتنه یم

ته رانه غواړې په بلۍ اشارتونه

د بدماشانو وروڼو خور یم

ته غواړي سل ځله په ورځ کې دیدونه

مینې دې څه کانې را وکړې

خپله کوڅه کې د کوروال غلطومه

چې زه او ته به د یو بل شو

په دې خبره مې هیڅ فکر نه راځینه

چې مړوندونو کې مې تنګ و

هغه بنګړي مې اوس څنګلو ته راځینه

خپلې جامې را نه غټیږي

غم د جانان مې رانه غوښه غوڅوینه

تاله ماښام نه چې خوب در شي

په ما سهر شي راته نه راځي خوبونه

د مخ هډوکي مې ښکاره شو

نا ترسه تا خو مې ونکړل تپوسونه

سترګې مې ډکې ډکې کیږي

خلک پوهیږي چې په تا مینه یمه

د شاعر نور شعرونه ←