د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
د ښاغلي طالب منګل شعرونه

غزل/چې زه طالب وم د سندرو د ښار -------ستـــــــا عقېده راپسې نه ګرځېده

غزل

چې ائيــــــــنه راپسې نه ګرځېده

خپــــــله څېره راپسې نه ګرځېده

زه يو سپارلى روح له تا سره وم

د ځـــان حصه راپسې نه ګرځېده

چې لېونتوب يواځې پرې نه ښودم

د ژوند شيبه راپسې نـــه ګرځېده

ســتا لوپټه کې مې نظر ايرې و

چې ســره لمبه راپسې نه ګرځېده

چې زه طالب وم د سندرو د ښار

ستـــــــا عقېده راپسې نه ګرځېده

طالب منګل

د شاعر نور شعرونه ←