د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
د ښاغلي سیدشاه خروټی شعرونه

مرور زړګیه

مرور زړګیه

نه هغه پیغلي، نه منګی شته، نه ګودر زړګیه
نشته ځوانان نه یې ټولئ،نه مازدیګر زړګیه
 
طبل دجنګ مي بیا تر غوږ شو دې ناورین وطن کي
د یو په لاس کي ده چاړه دبل خنجر زړګیه
 
بیایې دخور لاسونه سره شول دخپل ورور په وینو
زموږ په کلي کي همداسي وي اختر زړګیه
 
دې سپین پوستکو کي تور زړونه دي اعتبار وړ نه دي
خدای خو دي ساته ددې سپینو له هر شر زړګیه
 
دبې وسئ عالم مي دا ده چي د سر دښمن مي
راسره ناست ده په ډوډئ  په یو ټغر زړګیه
 
 وینم په خوب کي اژدها زموږ هیواد کي ګرزي
دي یو یې پرې کړله غړئ او د بل سر زړګیه
 
چي یې اړتیا وه هر سړي به ترینه مخ واړاوو
سیدخو ځکه له هر چا ده مرور زړګیه

سیدشاه خروټی

د شاعر نور شعرونه ←