افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1605 شاعران10593 شعرونه
غزل - حېران مومند
غزل
حېران مومند
زما په تن زما په زړۀ تیریږی
چې کوم یو غم په پښتانۀ تیریږی
ستا په وعده ستا د راتلو په تمه
شپې مې د ستړی ژوندانۀ تیریړی
تا ته څۀ پته ده پۀ ځان میئنه
ستانه بغیر به په ما څۀ تیریږی
دا دۀ خانۍ دا دۀ ځوانۍ عمر مې
فکر کښې سر په زنګانۀ تیریږی
درته به څه وائم حېران مومنده
بې لۀ جانانه وخت سپیرۀ تیریږی