د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
د ښاغلي سيد كريم خوستى شعرونه

ستا تصویر کړم جوړ راته/سید کـــــــــریم خوستي

                ستا تصویر کړم جوړ راته

ستــــــــــــــــــــــــــــــــــرګې دچې یادکړمه جنانه په سو چو نو کی
ډوب شـــم سر تــــر پا یه دغــــــمو سمندرونو کـــــــــــــــــــــــــــــی

ستا تصویــــــــــــــــــــــــر کړم جوړ راته چی کله سترګی پټې کړم
وران دشي تصویر رانه داوښکــــــــــــــــــــــــــــــــــو سیلا بونو کی

ګــــــــــــــــــــــــــونګ شمه ړوند کوڼ شمه هیڅ شې ددنیا نه وینم
ګیر چی شمه کله ستا لښــــــــــــــــکر لښکـــــــــــــــــــــر غمونو کی

څـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــوګ به انتظار ددی دوزخو کوی دبل جها ن
زه یــــم دوزخې سوازم په د دنیا اورونــــــو کــــــــــــــــــــــــــــــــــــی

ګــــــــــــــــــــــــــرم سید کریم خان نه دی چی چیغې کړی چه وسوامه
یو طــــــــــــــــــــــرف دوزخ نه دی هر خوا په دوزخونو کــــــــــــــــــــــــی

سید کـــــــــریم خوستي

العین الا امارات العربیه ۲۰۱۰٭۴٭۱۳

د شاعر نور شعرونه ←