د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10515 شعرونه
یاسین شفق

غزل // یاسین شفق

 

    غزل                                         

وړوکي خوله غټ پـرې انکار درســره خوند نه کوي

دومــــره ظـلمـونـه پـه مـا خـوار درسره خوند نه کوي

 

پـه څو څو ډوله دې نکريزې په خپل لاس جوړې دي

د بـل لـپـاره دې سـیـنګار درســـره خــونـد نـه کــــوي

 

وس یـې راغـــلـي وس تـه بـیـا د تلـو خـبـرې کــــــــوې

د خـولې خبرې دي پـه شمار درسـره خـونـد نـه کــــوي

 

پـه نـه خــبـــره تـه غـصـه شـې خـپل بــنـګــړي مـاتوې

پـه یـارانه کـښـی داسـې کـار درســره خـونـد نه کـوي

 

تـا د یـاسـیـن شـفـق ســـــوالـونـه کـړل پـه (نـه) بـدرګاه

له بـل دې سپينه خـولګې ځار درسـره خونـد نـه کوي

یاسین شفق

                                                                                   

 

د شاعر نور شعرونه ←