د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

431 شاعران5837 شعرونه
آميــــــــن متونوال

غزل //امین متونوال

 
                                      غزل 
زمــــــونـــږ د ژونــد د اومیدونو ګـلالـــي پسرلي
واړه لمبه شـــــول په سره اورمودي لوګي پسرلي

 

مونږ به تــــرکـــــومــه بې معنې کــر دګـلونـو کــوو
چې نه یې خپل راته پریــږدي او نه پرادي پسرلي

 

نسیمه ورشـــه ورتــه ووایــه چـــې نـــه را درومـي
که چیرته رنګ یې وي کټ مټ دپخواني پسرلي

 

زمونږ ګاونډ ته هر مـوسم خدائ پسرلــې ورکـړې

زمـونږ وطــــن ته چې راځـي نو شي ازغي پسرلي

 

سپـرلیه دا ځـــــل خــو مـــو غرونه سمې وخندا وه
هــر پسرلـــــــــۍ مـــو وي بدتـــر له پروني پسرلي  

 

هســـې مـــو هـــم یـــــوه زره ښکلا تـــرې ونـه لیده
امینه څــــومـــره چې راځي او څــومره ځي پسرلی

امین متونوال

متحده عرب امارات
۲۵ ـ۳ـ۲۰۱۱

د شاعر نور شعرونه ←