د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
فريد خوست

غزل // فريد خوست

راليږونکی : فريداله حسن زی خوست
ټليفونشميره: 0093707151528

برېښناليکپته: farid.jan1@yahoo.com

سرليک: غزل

نېټه: 16.03.2010 08:42

ووايم ؟ چې ولې نن خوشحا له يم
ته مې بيګاه ټوله شپه ليدې په خوب

خدايه وکړې خير چې نن به څه کيږي
 ما ته اشنا مې وکړې  ګيلې په خوب

ځمه ويده کيږم دچينار لاندې
کوندې جانان راشي د غرمې په خوب

کله چې د مينې مې انکار وکړي
هلته خو بيا هره ورځ راځې په خوب

اوس په ما فريد باندې شپه تيره کړې
مخکې خو به ته نه مړيدې په خوب

فريد خوست

د شاعر نور شعرونه ←