د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

466 شاعران6017 شعرونه
سعدالله فطرت

غزل/// سعدالله فطرت

غزل

بې نامې ومه چې ته راسره نه وې
بې جوړې ومه چې ته راسره نه وې

بې قسمته وې چې زه درسره نه وم
بې مزې ومه چې ته راسره نه وې

بې مفهومه وې زه درسره نه وم
بې فایدې ومه چې ته راسره نه وې

بې تصویره وې چې زه درسره نه وم
بې څېرې ومه چې ته راسره نه وې

بې غروره وې چې زه درسره نه وم
بې شملې ومه چې ته راسره نه وې

بې احساسه وې چې زه درسره نه وم
بې جذبې ومه چې ته راسره نه وې

بې سروره وې چې زه درسره نه وم
بې نغمې ومه چې ته راسره نه وې

بې وطنه وې چې زه درسره نه وم
بې اسرې ومه چې ته راسره نه وې

بې فطرته وې چې زه درسره نه وم
بې "ډیوې" ومه چې ته راسره نه وې

 

سعدالله فطرت

د شاعر نور شعرونه ←