د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

391 شاعران5387 شعرونه
د ښاغلي ډاکټر حسن شعرونه

غزل ............... ډاکترحسن

غزل

راشه چې له زړه په مات اوازڅه درته ووایم
نن به درندانو په انداز څه درته و وایم

ګوتې به د څړیکو دخپل زړه په مراندو کیږدمه
پټ به دسلګو سلګو په سازڅه درته و وایم

زما په لیونتوب کې يې منطق راټوکولای دی
نور دخپلې مینې داعجازڅه درته و وایم

ته به په ترپکو دبلۍ سر ته راوخیږې
زه به په سرو سترګو لکه باز څه درته و وایم

زه چې شومه ته اوته شوې ورک زما په خوبونو کې
بل دمحبت جانانه راز څه درته و وایم

ته يې په کنډوچې تل دخپل نازکرشمې کرې
زه به د (حسن) دزړه دنیاز څه درته و وایم

 ډاکترحسن

د شاعر نور شعرونه ←