افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
431 شاعران5837 شعرونه
ما له ځانه سره يوسه //اټک يوسفزی
ما له ځانه سره يوسه
لکه سيوری دې جانانه، ماله ځانه سره يوسه
چېرته مه ځه بې له ما نه، ماله ځانه سره يوسه
څو شېبې مې د سپوږمۍ سره د ستورو غوندې پرېږده
لږ را ښکته شه اسمانه، ماله ځانه سره يوسه
ګوره داځل به ګرېوان بيا هسې تش را لمدوې نه
طوفاني شه ښه بارانه، ما له ځانه سره يوسه
اباسينه لږ راونغاړه څپو کې دې اټک نن
خير دی خير دی تر بولانه، ما له ځانه سره يوسه
اټک يوسفزی