د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

341 شاعران5048 شعرونه
د ښاغلي انعام الله ګوهر شعرونه

غزل//انعام الله ګوهر

پخلا به شي،زمــــا به شي جـــــــــانان که خدای کول
پوره به مي شي یو ورځ دا ارمــــان ،که خدای کول

ګوره چي ډېر زر بـــــــــــــــــــه د مظلوم لاسونه رسي
ددغو ظالـــــــــــــــــــمانو تر ګرېوان ،که خدای کول

دا چي مو په حــــــال باندي خندیږي،خوشحالیږي
پــه دوۍ به هم راځي دا امتحــــان ،که خدای کول

دومره دي پـــــــــــــــــــه حسن غرور مه کړه نازولې !
تېر بــــــه دي شي ډېر زر دا دوران ،که خدای کول

زړه تـــه درنزدې کړه ګوهر،ښکل یې کړه په مینه
ټول عمر به یې یاد وي دا احسان ،که خدای کول

د شاعر نور شعرونه ←