د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

341 شاعران5048 شعرونه
د ښاغلي انعام الله ګوهر شعرونه

غزل //انعام الله ګوهر

غزل

ګل وې خو اغزی شوې،لــــــــــــه نظره شوې
لاړلې پردی شوې،له نــــــــــــــــــــــــظره شوې

اخ زړه سپېلنی شوې،لـــــــــــــــــه نظره شوې
ښکلو ته لوګی شوې،له نـــــــــــــــــظره شوې

 څـــــــــــــــــــــه درسره اوکړم خواروزار ژونده
غمجن مــــــــــــازیګری شوې،له نظره شوې

 خوشحـال به وې،بې غمه وې ،خندل به دي
اوس چي رازلمی شوې،لــــــــــــه نظره شوې

 خــــــــــــــــــــدای خبر ګوهره چي په چا پسې
لاړې لېونی شوې،لــــــــــــــــــــــــه نظره شوې

 

یادونه : څلورم بیت یو چاته ډالۍ

د شاعر نور شعرونه ←