د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

341 شاعران5048 شعرونه
د ښاغلي انعام الله ګوهر شعرونه

خمار خبرې کوي//عندلیب

څانګې په سکروټو  کې : عندليب  دير  تالاش

دلته  دګل  قبر ته ، بيا  غــــــــوټۍ لوګی شولې
دلته کې مې وليدې ، څانګې   په سکروټوکې
دا غيرتي خــــــــــــــاوره مې ، ډيره بد نصيبه  ده
هره    قافلــــــــــه   ورته  ،شر راوړي  په څټو  کې
............
خمار خبرې کوي
مـا  وې  زما  خمـــــــــــــــار خبرې کوي
چــــــــــــــــا  به وييل   چنار خبرې کوي
اوس راتـــــــــــــه  پاڼې د ګل  وغږيدې
اوس راته هر مزار خبرې کــــــــــــــــوي
په درد کې خـــــوند لټوي غم ښکلوي
دغــــــــه  سړی  د  کار  خبرې  کـــــــــوي
ياد راته  بيا  سکروټې   وشينــــدلې
باد راته  بيا د  يار  خبرې  کــــــــــــوي
دلته  دې  دم   دورهـــــــــه اثر  نه کوي
دلتـــــــــــه  پاړو  ته   مار  خبرې   کوي
دې ښاري  سيـــــوری د نښتر   ونيوه
دا  غرڅنی  د  ښـــــــــــار  خبرې   کــوي
د خپل  بې  روحــــه  مجلسي نه قربان
په   نيمه   شپــــــــه  ستار   خبرې کوي
سر راته  بيا  د  قـــــــام  تصوير  نيولی
زړه  راته بيــــــــــــا  د   دار   خبرې  کوي
وس  به دې راز ته وايه څوک واي  راز
چې عندليب  په جـــــــــــار خبرې  کوي

د شاعر نور شعرونه ←