افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
424 شاعران5524 شعرونه
غزل//سید شاه خروټی
هم له بل او هم له ځـــــان سره په جنګ شي
مئین زړه چي له جــانان سره په جنګ شي
چي ازل د نابودۍ یې وي راغـــــــــــــــــــــلی
هغه قوم بیا له افغــــــــان سره په جنګ شي
عزابونه به په برخــــــــــــــــه د هغــــــــــــو شي
چي عمل یې له بیــان سره په جنـــــــګ شي
ای بزګره بیا اسمــــــــــــــــــــان درنه خفه دی
ږلۍ راشي له باران سره په جنــــــــــګ ښي
دي ناورین وطـن کي نور هیڅ پاتي نه دي
یو افغان له بل افغان سره په جنـــــــګ شي
خـــــــدای به نن وي دسیدشاه توبه قبـــــوله
چي يې اوښکه له ګریوان سره په جنګ شي
سیدشاه خروټی-لندن