د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
د ښاغلي انعام الله ګوهر شعرونه

غزل// انعام الله ګوهر

ستـــــــــا په عشق کې یــاره، له هر کاره دی وتلی
زړه مې اوس له واکـــــه او اختـــــــــیاره دی وتلی

هغه وخت چې زه به نــــــــــــاکرار وم ستــــا له غمه
هغه وخت مې ژونـــــــد کې لږ کــــــــراره دی وتلی

د مزل ،منزل او، د اجــــــــل کیسه کې نـــــــــــه وي
چې څوک یو ځل د عشق په پــاکه لاره  دی وتلی

زه خو پــــــــــــایېدمه ستا په مینه بـــــــــاندې یاره
تـــــــــا نـــــــــــه پس مې ژوند له  اعتباره دی وتلی

دلته اوس مــــــــــــــارانو خپلې ځالي جوړي کړې
زموږه، بلبـــــــــل اوس لـــــــه دې ګلزاره دی وتلی

څوک چې د ګوهر تپوس کوي دا، ورته وایـــــــــه
اوس هغه  پــــــــــــــاګل دی او له ښــــاره دی وتلی

 

انعام الله ګوهر

 

د شاعر نور شعرونه ←