د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

341 شاعران5048 شعرونه
د ښاغلي انعام الله ګوهر شعرونه

غزل // عبدالله بهار

ټوله شپه مي تيره په شوګير کړم

څو څو ځله طواف ستا د تصوير کړم

بيګامي وليدی په خوب کي مخ دی رانه واړوه

د د ی نيمګړی خوب به څنګه زه تعبيرکړم

تاچه جفا راسره وکړه په دی له تا نه خفه نه يم

زه خو مې ګيله له خپل تقد ير کړ م

ته ښه خوشحاله ګرځې هروخت په خندا يي

زه د غمو په ډيری ناست يم او وير کړم

ستا د وصال په تمه مې ډيرې شپې سبا کړې

د هجر په زندان کې د ی اسير کړم

بس دې په زړه به نوردصبرپټۍ کيدمه بهاره

چا چا ته به نور داستان د دی بهير کړم

د شاعر نور شعرونه ←