د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

341 شاعران5048 شعرونه
د ښاغلي انعام الله ګوهر شعرونه

غزل // انعام الله ګوهر

 

غزل

 

کاشکې تللی وای له ځــــــــانه چېرته لري
له دې خلکو له جهــــــــــــانه چېرتــــــه لري

زمــــــــــــا زړه کور د غمو او اندیښنو دی
لاړ شه بل ځــــــــــــای ته ارمانه چېرته لري

دلته خلک قـــــــــــــــــدر نـــه  کوي د میني
ځه چې وتښتو جـــــــــــانانــــــه چېرته لري

دا پـــــه کوم ځای کې شوم پاتې خبر نه یم
زه د عشق له کاروانــــــــــــه چېرتـــــــه لري

بیــــا یې قدر ور معلوم شي ،بیا خفه وي
څوک چې لاړ شي له یو چـــانه چېرته لري

دا جنګونه او دا شر خدایــــــــــه ته یوسې
بس یو خوا تــــــــــــــه له افغانه چېرته لري

که مې څه مجبوري نـــــه وای ګوهر وايي
زه به نه تلم له اشنـــــــــــــــــــــانه چېرته لري

 

 

انعام الله ګوهر

د شاعر نور شعرونه ←