د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

341 شاعران5048 شعرونه
د ښاغلي انعام الله ګوهر شعرونه

غزل // انعام الله ګوهر

غزل

 

 

خدای شته پـــــه اوښکو دې لمانځم جانانه هر ماسخوتن
راته یـــــــــــادیږې ستــــــــــــــــــا خبري بس اکثر  ماسخوتن

پــــاس په سپوږمۍ کې راته ستا ښکلې څهره ښکاریږي
چې ویده کیږم ،پــــــــــــه بالښت لګوم سر ،مـــــــاسخوتن

ډیر مې یــــــــــــــــــادیږي کاشکی تللی یار په خوب ووینم
خــــــــدایه ورځ تېره کړې نن زر ،چې راشي زر ماسخوتن

بیګا مې ستـــــــــــــــــا شایسته مخ اولید نو چیغه مې کړه
له کومې خوا راوخوت خلکو دغــــــــــــــه لمر ،ماسخوتن

ستا پـــــــــــــــــاکه مینه لکه وینه پـــــــــــــــــه رګونو کې زما
زړه مې کوي ستا  د نـــــــــــــــــــــامې ذکر سحر،ماسخوتن

خلک ویــــــــــــــــده شې خودی ژاړي تر سهـــــــــــاره پوري
دغه حـــــــــــــــــــــالت بس سروکال وي د ګوهر،ماسخوتن

 

د شاعر نور شعرونه ←