د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

341 شاعران5048 شعرونه
د ښاغلي انعام الله ګوهر شعرونه

د ډاکټر حسن ښایسته غزل

په اروا کې مې نغمه شوه ،زیر و بم کې لمبیدله
ستا شغا چې د رلفانو ،پېچ وخم کې لمبیدله
ستا خو یو د ناز کاته وه،پرې خبر هم شاید نه یې
زما څړیکه د پرهر وه،په مرهم کې لمبیدله
ما وې څه دې کړل څيرې،بیا ډ کو سترګو کې زما نن
وې خوشبو د سره ګلاب وه،په شبنم کې لمبیدله
ستا حیا وه زیاتیدله،په څپو څپو خولو کې
زما تنده لیونۍ وه په زم زم  کې لمبیدله
ستا د خیال له وریتي دښتي ،جل وهلې راستنه شوه
تلوسه مې بیا د سترګو چې په نم کې لمبیدله
چا خبره کړه حسنه ،ستا له تګ نه نا ببره
په زعفران د بیلتانه چې ستا په غم کې لمبیدله

ډاکټر حسن

د شاعر نور شعرونه ←