افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
341 شاعران5048 شعرونه
غزل //انعام الله ګوهر
له خوشالۍ او له خندا نه شوم محرومه،اشنا
چې بند شوم ستا د دغه تور اوربل په لومه اشنا
د وصال ورځې دې خوږې دې لکه شات و شکر
د هجر ورځې دې ترخې دې تر زقومه اشنا
زړه مې په تا پسې رنځور دی او درمان مې ته یې
چې درنه مړ نه شه ،زر کوه رادرومه اشنا
په نورو لارو باندې نه ځمه ،ګمراه به شمه
یو ستا د کور لاره ده ماته رامالومه اشنا
د یوسفي حسن خاونده بس دی راشه کنه
کړي انتظار به دې ګوهر غریب تر کومه اشنا