د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

341 شاعران5048 شعرونه
د ښاغلي انعام الله ګوهر شعرونه

غزل // انعام الله ګوهر

یاره زما په حافظه کې ساه پیدا شي

چې رایاد شې په سینه کې ساه پیدا شي

ته چې کله په آیینه کې ځان ته ګورې

څومره خوند کړي،په آیینه کې ساه پیدا شي

ستا سرې شونډې،اننګي په کې ښکاریږي

د شرابو په پیاله کې ساه پيدا شي

خدایه ته خو یو خوشال بیا راپیدا کړې

چې په ټوله زمانه کې ساه پیدا شي

چې په مړو سترګو وروګورې جانانه

راژوندی شي،په مرده کې ساه پیدا شي

ستا په یاد کې چې ګوهر کله شعر لیکي

د غزل هر مصره کې ساه پیدا شي

 

 انعام الله ګوهر

د شاعر نور شعرونه ←