د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

341 شاعران5048 شعرونه
د ښاغلي انعام الله ګوهر شعرونه

غزل // انعام الله ګوهر

دا رانه مه پوښته چې بدې او که ښې تيري شوې

له تانه پرته مې هم ورځې تیرېدې،تيرې شوې

له کوم سړي سره مې چې مینه په ساعت کې وشوه

لا مې هېر نه دی ګوره څومره زمانې تېرې شوې

لکه منشور نه چې د لمر رڼا اوو رنګه ووزي

له زړه مې داسې ستا د ښکلي مخ شغلې تیرې شوې

ستا د وصال او سپینې خولې وعدې لا نه شوې پوره

جانانه ،څومره ډيرې ورځې څومره شپې تیرې شوې

په خدای چې اوس مې هم زړه ودربیږي ،وډار شمه

په ما غریب ستا د فراق ترخې شیبې تیرې شوې

اوس د مرګونو،ژړاګانو پروا نه لري څوک

په دغو خلکو د مرګ دومره حادثې تیرې شوې

انعام الله ګوهر

د شاعر نور شعرونه ←