د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

424 شاعران5524 شعرونه
طاېر ځلاند

غزل:طايرځلاند

غزل: طایرځلاند

زخم زخم دی، پرهر،  لکير  لکير دی

داپه لاس کې مې دنن ورځې تصويردی

دهندارو  ښاريه  کې  مې  ژوندون  و

فرېبونه  ددې  هر يو  خوب تعبير دی

دا خو دواړه  د ارمان  لارې  راښايي

که  ستا زلفې  دي جانانه که زنځيردی

د حا لا تو  په  کوفه  کې  راحصار يو

د دې ښار  په دېوالونو  باندې ويردی

زما  زړه  دې تا په ياد باندې اباد دی

زما زړه دې تا په ياد باندې کشمير دی

د دې لارې  له منزل نه خدای خبر دی

په دې  لارې  مو يو نوی تن امير دی

په خپل لاس کې مې دخپل ژوندون تقدير دی

په  تش  لاس  يې  خرېدار  یمه     طایره

زمونږ عشق خو په ريښتيا هم بې نظير دی

د شاعر نور شعرونه ←